Banner

پيرروښان او دهغه غورځنګ

20.11.2007 10:57

مونږ دا منو، چې پير روښان يو سياسي، ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ بيوونكى او د ادبي مكتب بنسټ اېښودونكى و، څرنګه، چې ملي نهضت د مختلفو عواملو زېږنده ده؛ نو كله چې مونږ په پير روښان او دده په غورځنګ څه ويل غواړو؛ نو ددغو پوښتنو سره مخامخ كېږو، چې بايزيد په څه راز محيط او ماحول كې ژوند كاوه او هغه عوامل، چې دى يې ميدان ته راووست او دده د تحريك موجب شو څه شى و؟ زه غواړم په دغه مقاله كې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو په رڼا كې د پير روښان غورځنګ په لنډ ډول وڅېړم.
د بشريت تاريخ د قهر او غضب او وينو بهولو او د انسانانو د وژلو او پنا كولو په ډېرو ويرجنو پېښو لړلى دى؛ مګر ظلم، تجاوز، تالا او تېرى تل په مظلومو خلكو كې قهرمانان پيدا كوي او تالا شوې ويرژړلې ډله د هر تېري په مقابل كې خپله كركه په هر ډول راباسي، چې يو شكل يې د تاريخي اتلانو او ملي مېړونو راوتل او د خلكو ډله ييز غورځنګونه دي. داسې اتلان كله كله له وګړنۍ ډلې، مظلومو او استثمار شويو انسانانو د ويرژنو احساساتو او د ناورين وهليو وګړو خوږمنو جذباتو ښكارندوى او خواخوږي سره له نورو ډلو څخه راځي او د دوى د خلاصون لپاره لارښوونه او مشرتوب كوي او كله كله د سربازي او اتلتوب چارې هم ترسره كوي.
په لسمې او يوولسمې پېړيو كې بايزيد روښان، دده كورنۍ، پيروان او يو شمېر معاصرين د هېواد د خپلواكۍ او ملي واكمنۍ د تر لاسه كولو په خاطر د وطن پالنې د پاك احساس له مخې نه ستړي كېدونكې مبارزې كړې، په دې لاره كې يې خپل سرونه قربان كړي او له بلې خوا د تصوف او مذهب په جامه كې يې ډېر پښتانه د خپلواكۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو كې د خپلو خلكو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډكه پانګه زياته كړې ده.
سره له دې چې دښمنانو هڅې كولې، تر څو د روښانيانو د ژوند كارنامې او مبارزې پټې كړي او پير روښان د (پير تاريك) په نوم ونوموي؛ خو دغو كارونو دښمنو ډلو ته د اميد لار نه ده پرانستلې؛ بلكې د پير روښان د ژوند او مبارزې په هكله يې د كورنيو ليكوالانو په څنګ كې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد) يو شمېر ختيځ پېژندونكيو هم ددغه مترقي غورځنګ په هكله ليكنې كړې دي.
دا ښكاره خبره ده، چې په نړۍ كې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبېښاكګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دى، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې كوله، چې د بابر د كورنۍ ريښې له بېخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر كې پخپله پير روښان ولاړ و.
روښانيانو د بايزيد په لارښوونه د هندي مغولو د بشپړ له منځه وړلو او د پښتنو د پخواني برم د بيا تر لاسه كولو په خاطر داسې تحريك منځته راووست، چې دغه تحريك د پښتنو په تاريخ او ادب كې د (روښاني غورځنګ) په نامه ونومول شو. دغه غورځنګ له يوې خوا په افغانانو كې سياسي شعور را ژوندى كړ، له بلې خوا يې دوى د هېواد د اّزادولو لپاره د مغولو پر ضد مبارزې ته چمتو كړل.
پير روښان، چې په ميا روښان، بايزيد انصاري او بايزيد مسكين مشهور و، د عبدالله زوى، د شېخ محمد لمسى دى، چې په (931ل) (1525ز) كال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) په يوې متوسطې كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي، دغه كورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (كاني ګرم) كې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې كوي او هم يو شمېر يې د لوګر ولايت په (بركي برك) كې ژوند كوي، ژبه يې هم اورمړي ده.
بايزيد له خپل تره شېخ خدا داد او خپلې مور سره په (1530ز كال) له هند څخه (كاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه كې يې ژوند اختيار كړ. پايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل تره خدا داد سره تېره كړې ده(1).
پير روښان خپلې لومړنۍ زده كړې له خپل پلار او د هغه د شاګردانو خليفه ملا پاينده او ملا سليمان كالنجري په مرسته سر ته رسولې دي او نورې زده كړې يې د كورنيو ستونزو له كبله سر ته ونه شواى رسولى، ولې بيا هم د روحانيت او پوهې په چاپېريال كې وروزل شو. ده له كوچنيوالي څخه د تصوف له مسلك سره پوره مينه درلوده، هڅه يې كوله، چې دغې مرتبې ته د رسېدو په خاطر يو كامل پير پيدا كړي.
د ځوانۍ په وخت كې هم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوى، ځان يې د سوداګرو له كاروان سره يو ځاى كړى او د اسونو په خرڅولو او رانيولو يې لاس پورې كړ، د اسونو پېرودلو او رانيولو په خاطر يې ډېر عمر په سمرقند كې تېر كړى او له هغه ځايه څخه بېرته پنجاب ته راغى، څه موده يې دلته تېره كړې ده. په همدې وخت كې يې د اسماعليه پيروانو له ملا سليمان سره هم ليدنه كړې، چې دغې ليدنې ورباندې پوره اغېزه وكړه او په راتلونكي كې يې د روښانيانو تحريك ته دده پوره پاملرنه راګرځولې وه(2).
كله چې بايزيد د خپل تربور خواجه اسماعيل څخه لاسنيوى وكړ، پلار يې د خپل زوى په دغه عمل خوښ نه و، دا ځكه چې پلار يې په نظر كې لرل، چې بايزيد د شېخ بهاوالدين ذكريا مريد شي؛ خو بايزيد د خپل تصميم څخه وانه وښت.
كله چې بايزيد د تصوف د مرحلو څخه د قربت او وصلت درجې ته رسېدلى و؛ نو خپل پلار او ورور (يعقوب) يې له قاضيتوب او رشوت څخه منع كول؛ نو هماغه وو، چې دده او د كورنۍ تر منځ فكري تضاد او مخالفت لا پسې څرګند شو.
كله چې بايزيد له خپلې مېرمنې او كوچني زوى (عمر) سره خپل كلي (كاني ګرم) ته راستون شو؛ نو له خپل پلار او خپلوانو سره يې په مناقشو لاس پورې كړ، چې ددغو مناقشو په ترڅ كې د دوى تر منځ د اختلاف څپې لا پسې تېرې شوې.
هماغه وو، چې بايزيد خپل تبليغ له خپل كلي څخه پيل كړ؛ خو د مبارزې او تبليغ په لومړيو كلونو كې له سختو مخالفتونو سره مخامخ شو، په پاى كې دې ته مجبور شو، چې له خپل كلي څخه بلې خوا ته ولاړ شي، هماغه وو، چې ننګرهار ته راغى او د سلطان احمد مومند كره دېره شو او د خپل مسلك په هكله يې پښتنو ته تبليغ كاوه(3).
پير روښان (تيرا) د خپل غورځنګ مركز وټاكه او په لږه موده كې يې ډېر زيات د خپل نظر پلويان وموندل، كله چې روښان خپل دريځ او نفوذ په ټولنه كې درك كړ او په دې پوه شو، چې د مبارزې په سنګر كې يوازې نه دى؛ نو د مغولو پر ضد يې د خپل هېواد خپلواكي په ډاګه اعلان كړه، دا هغه وخت و، چې جلال الدين اكبر په هند او كابل كې داسې لارې چارې لټولې، چې له يوې خوا خپل قدرت ټينګ كړي او له بلې خوا افغانان داسې سره پخپلو منځو كې ونښلوي، چې هېڅكله د يو والي او اّزادۍ فكر ورته پيدا نه شي، اكبر دغه هدف ته د رسېدو په خاطر (زر، زور او مذهب) د ځان ملګري كړل.
روحانيون يې ځكه د ځان ملګري كړل، چې د اسلام په جامه كي پښتانه د اكبر اطاعت ته راوبولي، ددغه كار د ترسره كولو په خاطر يې سيد علي ترمذي پښتونخوا ته ولېږه. خيبر او اټك د ګورګاني مغولو لپاره د سترګو اغزي وو، دا ځكه، چې ددغو سيمو خلكو تل د ډيلي مغولو پر ضد مبارزې جاري ساتلې؛ نو دغو سيمو ته د سياسي مقصد په خاطر د سيد علي ترمذي راتګ اړين و، د ګورګاني مغولو ايجنټانو غوښتل په دغو سيمو كې د دين او روحانيت له لارې د ډيلي د دربار مخالفان بدنام او ناكام كړي او ددغو سيمو خلك د ډيلي د دربار اطاعت ته راوګرځوي(4).
پير روښان خپلو مريدانو او د نظر پلويانو ته په ډاګه د ګورګانيانو ظلم او د هغوى پر ضد تبليغ پيل كړ، هغوى ته يې لارښوونه او امر وكړ، چې نور د هندي ګورګانيانو له مرييتوب څخه ځانونه وژغوري او د هغوى د ناروا پر وړاندې پولادي سنګر شي.
بايزيد روښان خپله د طريقت او روحانيت لاره د مغولو له جغ نه يوازېنۍ موثره او كاميابه لاره ګڼله.
روښان او روښانيان د مغولو پر ضد د خلكو د يو والي او پاڅون لاره داسې وټاكله، چې نارينه او ښځې په شعوري ډول د مغولو پر ضد يو والي او پاڅون كې ګډون وكړي، دى يوازېنى شخص و، چې د خپلو مبارزو په لړ كې يې د ښځو او نارينه وو لپاره مساوي حقوق اعلان كړي وو(5).
روښان افغان خپل تېر وياړلي تاريخ ته متوجه كړل او ټينګار يې كاوه، چې د مغولو پر ضد خپلې مبارزې جاري وساتي. پښتنو ته يې وويل: تاسو ډېر قوي ټبر ياست، ټولو سياسي قدرتونو ستاسو د زور او مټ څخه كار اخيستى، تاسو يې د نورو پر وړاندې استعمال كړي ياست او هم يې بېرته پر تاسو حكمراني كړې، تاسو تر ډيلي پورې سلطنت درلود، اوس د مغولو مريان شوي ياست، د دوى ظلمونه ګالئ، راشئ، چې دا د غلامۍ كړۍ د تل لپاره له خپلې غاړې لرې او خپل ملي حكومت جوړ كړو. په دې توګه ډېرو افغانانو د مغولو پر وړاندې خپلې سينې ډال كړې او له دوى سره يې ډېرې جګړې وكړې.
پير روښان د خپل ژوند تر پايه، د خپلواكۍ ډيوه په لاس په افغانانو وګرځېده، د پښتنو زړور او په خپلواكۍ مَېن بچيان له دښمنانو سره د وطن د خپلواكۍ او اتلولۍ په روحيه په اشنغر، چوري، تور راغه او داسې نورو سيمو كې په مېړانه وجنګېدل، چې د جګړې هر ډګر يې د دښمن په وينو رنګ كړ.
كه څه هم د پير روښان ارمان دده په ژوند پوره نه شو او نه ده د اّزادۍ خوند وليد، اما دده تبليغات او وسله والې جګړې بې تاثيره پاتې نه شوې، په عمومي ډول يې پښتني شعور بيدار كړ او په ټوله پښتونخوا كې يې د اّزادۍ نارې خورې كړې.
لكه څنګه، چې مخكې اشاره وشوه پير روښان د خپل وخت سياسي، ادبي او مذهبي مشر او په سياست كې يې پوره لاس درلود، چې سياسي افكار يې كولاى شو په لاندې درې اساسو بنا وبولو:
لومړى د افغانانو اّزادي:
د اّزادۍ كليات يې دا وو:
الف: د ظالمانو او ظلم پر وړاندې په كلكه سره مبارزه، د روښان د سياسي مبارزې او غورځنګ يو عمده عامل دا و، چې مغولو پر افغانانو ناوړه ظلمونه كول، ده د مغولو دغه ناوړه ظلمونه د سر په سترګو ليدل؛ نو هماغه وو، چې د افغانانو په ملاتړ او دفاع يې توره وكښله.
ب: د مغولو سره عدم دوستي او اجتناب: دا په دې خاطر، چې روښان خپلو پيروانو او مريدانو ته ويل، چې تاسو بايد له مغولو سره هېڅ ډول مرسته ونه كړئ.
ج: سربازي، قرباني او عدم تسليم: په دې مرحله كې د روښانيانو په سياسي تګلارې كې سر بايلل وو، چې په دغه لاره كې د روښانيانو نارينه او ښځو خپل سرونه د خپلواكۍ په خاطر قربان كړي، پخپله ميا روښان، دده زوى جلال الدين، احداد د روښان لمسى او نورو مريدانو او پيروانو يې په دې لاره كې سرونه ايښي دي.
دويم د افغانانو د حكومت بيا جوړول:
په دې برخه كې پير روښان ته پوره څرګنده وه، چې افغانان يو زړور او غښتلى ټبر دى، كوم چې پر هندوستان يې هم د خپلې امپراتورۍ ډمامې خپرې او په هغه وخت كې، چې روښان ژوند كاوه د افغانانو د اسارت دوره او هم د بابر او د هغه اولادې د ګنګا له غاړو څخه تر امو درياب پورې واكمني درلوده او افغانان د اسارت په سوځنده اور كې وريتېدل او هم پير روښان پخپل ژوند كې د افغانانو سياسي مشر و، روښانيانو سياسي تشكيلات لرل دا ځكه چې پير روښان پښتنو پخپل شرعي امامت منلى و او ده ته به يې شرعي عشر او خراج وركاوه. د افغانانو حكومت يوه خزانه هم درلوده، عشر او ماليات به يې له خلكو څخه ټولول، لاسته راغلي عايدات به يې د ملي روغې جوړې په برخه كې مصرفول.
درېيم د افغانانو شاهنشاهي:
روښانيانو سربېره پر دې چې يې غوښتل له خپل منځ څخه يو عادل امام او حكمران ولري او اّزاد ژوندون ولري، دا عزم يې هم درلود، چې لومړى خپله واكمني ټينګه كړي او وروسته د غزنويانو او لوديانو په څېر بېرته هندوستان تر خپلې واكمنۍ لاندې راولي او په دغه سيمه كې د پښتنو د پخواني عظمت ډيوه روښانه كړي(6).
پير روښان خپلو پيروانو او مريدانو ته په غوڅه توګه يادونه كوله، چې حاكمه ډله ستاسو ستر دښمن دى، لازمه ده، چې د دوى د چپاول او تېريو پر وړاندې نه پخلا كېدونكې مبارزه وكړو او تل به يې خپل پيروان د ګورګانيانو پر وړاندې په نه پخلا كېدونكې روحيه روزل.
له بلې خوا ده او دده پيروانو په پښتو ادب كې يوه لويه او ارزښتناكه پانګه زياته كړې ده. د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو تر څنګ ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت كې درباري ژبه نه وه؛ بلكې عوامي ژبه بلل كېده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تكړه شاعران پكې پيدا شول؛ لكه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري. پخپله بايزيد هم په دغه برخه كې لويه برخه لري، څو كتابونه؛ لكه خيرالبيان، حالنامه، صراط التوحيد، مقصودالموْمنين، فخرالطالبين، مكتوبات او داسې نور يې وليكل.
پورتنۍ څېړنه موږ ته دا پايله را په ګوته كوي، چې بايزيد له دې نړۍ څخه په ناكامۍ لاړ؛ خو د غورځنګ (نهضت) دانه يې لا تر اوسه په پښتونخوا كې د ودې او ثمر وركولو په حال كې ده او پرله پسې د اّزادۍ غوښتنې مبارزې او غورځنګونه؛ لكه: ميرويس نيكه له كندهار كې، د خوشال خان او اېمل ان غورځنګ په خيبر كې، د لوى احمدشاه بابا شاهنشاهي جوړېدل په هند كې وينو، چې د زورګيرو قوتونو په مقابل كې يې د خپلواكۍ بيرغونه رپولي دي. افغانانو ته دا ثابته شوې ده، چې د استقامت، يو والي او عزت نفس په لرلو سره كولاى شو، چې خپل مرام ته ورسېږو او دا هغه عالي مفكوره ده، چې د هر غورځنګ او هرې دورې تحول د محيط او ماحول د ټولنيز، اقتصادي او سياسي عواملو د بدلون سره سره په نه شلېدونكې او نه پخلا كېدونكې بڼه دوام لري.
اخځليكونه:
1_ ظفر كاكاخېل، پښتانه د تاريخ په رڼا كې، پېښور، 1965ز كال، 73 مخ.
2_ مخزن الاسلام، پېښور، پښتو اكاډيمۍ، 1976ز كال، 127 مخ.
3_ بايزيد روښان، خيرالبيان، كابل، د كابل پوهنتون خپرونې، 1353ل كال، 11 مخ.
4_ پوهاند عبدالحى حبيبي، د افغانستان لنډ تاريخ، 1320ل كال، د عبدالروف بېنوا ژباړه، 321 مخ.
5_ روښان ياد، د بايزيد روښان د وخت سياسي او ټولنيز شرايط، د معصومې عصمتي ليكنه، 19_21 مخونه.
6_ عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، دويم ټوك، د روښانيانو برخه، 1342ل كال، 355 مخ